کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند په یوه اعلامیه کې د پخواني فاټا، مالاکنډ ډویژن او د برېټش بلوچستان ګڼو پښتني سیمو څخه د مالیاتي معافیت ختمول رد کړي او دا یې د خلکو پر ضد اقدام بللی دی. ګوند ویلي چې په دغو سیمو کې نه صنعت شته او نه هم د کاروبار مناسب فرصتونه، بلکې د سوداګرۍ محدودېدو خلکو ته سخت اقتصادي زیان رسولی دی. په بیان کې ادعا شوې چې د پرمختیایي بودجې، تعلیم، روغتیا او بنسټیزو پروژو په برخه کې هم دغو سیمو ته مناسب پام نه دی شوی. ګوند له فدرالي او صوبایي حکومتونو غوښتي چې د مالیاتي معافیت پخوانی نظام دې بېرته بحال کړي او د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې دې محدودیتونه ختم کړي، ګنې د خپلو پلویانو او ولس په ملاتړ به احتجاجي تحریک پیل کړي.
