مقامی ۴ جولائی ۲۰۲۶

بلوچستان نازکو حالاتو د ملي یووالي او ګډې مبارزې غوښتنه کوي، میر عبدالروف مېنګل

خضدار (یو این اې) د بلوچستان نېشنل پارټۍ د مرکزي اجرایوي کمېټې غړي او د قومي اسمبلۍ پخواني غړي میر عبدالروف مېنګل ویلي، چې بلوچستان دا مهال له سختو او حساسو حالاتو سره مخ دی او د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو له امله خلک له ګڼو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي. نوموړي په خپل بیان کې وویل، د صوبې ټولې ملي، جمهوري او سیاسي ډلې باید خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او د ولس د سیاسي، اقتصادي او جمهوري حقونو د خوندي کولو لپاره پر ګډ ملي دریځ او یووالي اتفاق وکړي. هغه د ښځو، ماشومانو او سیاسي فعالانو نیونې، جبري ورکېدنې، د بیان پر ازادۍ محدودیتونه او د سیاسي قضیو زیاتوالی د اندېښنې وړ وبلل او ویې ویل چې د ځوانانو لپاره د تعلیم او روزګار پر ځای د زور سیاست د بې‌باورۍ او محرومۍ احساس زیاتوي. میر عبدالروف مېنګل زیاته کړه چې د سیمې وروستي سیاسي بدلونونه او د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ هم پر بلوچستان منفي اغېز کړی او اوس د بلوچستان د سرچینو، ملي هویت، کلتور او اساسي حقونو د ساتنې لپاره ګډه ملي مبارزه د وخت مهمه اړتیا ده.