تازه خبرونه ۴ جولائی ۲۰۲۶

د امریکا پر تګلارو د حکومت دریځ د افسوس وړ دی، جمعیت علمای اسلام نظریاتي

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي پاکستان مشرانو په ګډه اعلامیه کې د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ او نړیوال رول سختې نیوکې کړې او د پاکستان د حکومت دریځ یې هم د افسوس وړ وباله. په اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا تګلارو په بېلابېلو سیمو کې جګړې، بشري ناورینونه او بې‌ثباتي رامنځته کړې او اسلامي نړۍ یې له ګڼو سیاسي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ کړې ده. د ګوند مشرانو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د امریکا د ملاتړ پر ځای د ملي خپلواکۍ، اسلامي ارزښتونو او د اسلامي امت د ګټو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي او د فلسطین په ګډون د مظلومو ولسونو د حقونو لپاره دې په نړیواله کچه اغېزمن غږ پورته کړي.