کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان حکومت د صوبې پر لویو لارو د امنیت د لا ښه کولو لپاره د یوې نوې ځانګړې امنیتي ځواک د جوړولو پرېکړه کړې ده. د کورنیو چارو اضافي چیف سېکرټر حمزه شفقات ویلي، د دې ځواک د جوړولو لپاره شاوخوا ۲۵ اربه روپۍ لګښت اټکل شوی او تمه ده چې دا ځواک به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړ فعال شي. نوموړي زیاته کړه چې تر هغې پورې به بار وړونکي موټر د امنیتي قافلو په بڼه خپل منزل ته رسول کېږي. هغه دا هم وویل چې د مال وړونکو موټرو لپاره به د بیمې (انشورنس) نوی نظام هم معرفي شي او پر لویو لارو د سوځول شویو موټرو د تاوانونو ورکړه به په چټکۍ سره بشپړه شي.
