کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلی د اطلاعاتو سلاکار شاهد رند ویلي چې د دانه سر د خونړۍ بس پېښې په تړاو د بس شرکت او چلوونکي پر ضد ایف آی آر ثبت شوې او پراخې پلټنې پیل شوې دي. هغه وویل، په پېښه کې ۴۰ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي او د پېښې ټول اړخونه په دقت څېړل کېږي، څو مسؤل کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان حکومت د قربانیانو کورنیو ته د انصاف ورکولو ترڅنګ د مسافر وړونکو موټرو د فټنس، روټ پرمټونو او ټرافیکي خوندیتوب د قوانینو د سخت پلي کېدو لپاره عملي ګامونه اخلي.
