مقامی ۴ جولائی ۲۰۲۶

د دانه سر د بس پېښه ۳۳ کسان مړه، د ۲۶ قربانیانو مړي خپلو سیمو ته ولېږدول شول

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان د دانه سر په خونړۍ بس پېښه کې د مړو شویو کسانو مړي د پېژندنې له بشپړېدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. د ایدهي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۳۳ قربانیانو جسدونه د ژوب سول روغتون ته انتقال شوي وو، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. تر اوسه د ۲۶ کسانو پېژندنه بشپړه شوې او له قانوني چارو وروسته یې مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د پېژندل شویو کسانو تعلق له پېښور، ملاکنډ، باجوړ، وزیرستان، بنو، لکي مروت، قلعه عبدالله او نورو سیمو سره دی. د بس چلوونکی بابو استاد، چې د لورالایي اوسېدونکی و، هم په پېښه کې مړ شوی دی. چارواکي وایي، د پاتې جسدونو د پېژندنې او د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې لا هم روانې دي.