کوټه (وېب نیوز) د دانه سر پر لویه لار پرلهپسې د ځمکې ښویېدنې، سېلابي وضعیت او د سړک د دوامدار بندېدو له امله مسافر او ځایي اوسېدونکي له سختو ستونزو سره مخ دي. د راپورونو له مخې، د لارې د بندېدو په صورت کې د سړک د بېرته پرانیستلو لپاره څو ورځې وخت لګېږي، چې له امله یې مسافر ساعتونه او ورځې پر لاره بند پاتې کېږي او خوراکي توکي او سبزيجات هم پر وخت خپلو ځایونو ته نه رسېږي. د سیمې خلکو د بلوچستان له وزیراعلی، والي او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د میر علي خېل – ټانک سړک پاتې کارونه دې په بیړني ډول بشپړ او دا خوندي او لنډه لاره دې ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
