کوټه (وېب نیوز) د ځوانو ډاکټرانو ټولنې مشر ډاکټر عبدالحی بلوچ، جنرل سېکرټر ډاکټر علي جان کاکړ او نورو غړو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشرانو سره لیدنه وکړه او د تېرو ۲۷ ورځو راهیسې د روان احتجاج، د ډاکټر ماه نور ناصر پر اسیدي برید، د روغتیايي څانګې ستونزو او د حکومت پر چلند یې مفصلې خبرې وکړې. د ډاکټرانو پلاوي وویل چې د دوی احتجاج د شخصي ګټو لپاره نه، بلکې د روغتیايي نظام د ښه والي، د طبي کارکوونکو د امنیت، ناروغانو ته د غوره خدمتونو او د ډاکټرانو د قانوني حقونو د ترلاسه کولو لپاره دی. د ګوند مشرانو د پېښې د شفافو پلټنو، د اصلي عاملینو او همکارانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه وکړه او د ډاکټرانو د مشروع غوښتنو د ملاتړ ډاډ یې ورکړ. په لیدنه کې د جولای په ۶مه د ټولو ګوندونو کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنه هم ورکړل شوه.
