کوټه د بلوچستان د کورنیو چارو ریاست د کوټې د سېشن محکمې او نورو عدالتي ودانیو لپاره د احتمالي ځانمرګي برید د ګواښ له امله امنیتي خبرداری (تهرېټ الرټ) خپور کړی دی. د سرچینو په وینا، قاضیانو، وکیلانو او د محکمو کارکوونکو ته سپارښتنه شوې چې غیر معمولي احتیاطي تدابیر خپل کړي. په خبرتیا کې ادعا شوې چې یو شکمن ځانمرګی بریدګر له خپلو ملګرو سره کوټې ته رسېدلی او ښايي هر وخت پر عدالتي تاسیساتو برید وکړي. خو د دې ادعا خپلواکه تایید نه دی شوی، بلخوا امنیتي ادارو د محکمو او نورو حساسو ځایونو امنیت لا پسې سخت کړی دی.
