کوټه (یو این اې) د کوټې ښار د ښاریانو لپاره د خوندي، عصري او ارزانه سفري اسانتیاوو د برابرولو په موخه له سرياب رېلوې سټېشن څخه تر کچلاک پورې د پيپلز ټرېن د چلولو چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی دی. د سرچینو په وینا، د دې پروژې لپاره جوړ شوي نوي کوچونه بشپړ شوي او په راتلونکو درېیو تر څلورو ورځو کې به کوټې ته ورسېږي. له تخنیکي ازموینو وروسته به د رېلوې وفاقي وزیر حنیف عباسي، د بلوچستان والي میر جعفر خان مندوخېل او وزیراعلی میر سرفراز بګټي په ګډه د دې خدمت پرانیسته وکړي. چارواکي وایي، دا پروژه به د کوټې او شاوخوا سیمو ترمنځ د تګ راتګ اسانتیاوې ښه کړي، د ټرافیک ګڼهګوڼه به راکمه کړي او زرګونو زدهکوونکو، کارکوونکو او عامو مسافرو ته به ارزانه او باوري سفري وسیله برابره کړي.
