کوټه (یو این اې) د کوټې ښاریانو ته د خوندي، عصري او ارزانه سفر اسانتیاوو برابرولو لپاره له سرياب رېلوې سټېشن څخه تر کچلاک پورې د پيپلز ټرېن د چلولو چمتووالی بشپړ شوی دی. د سرچینو په وینا، نوې جوړې شوې کوچونه به په راتلونکو درېیو تر څلورو ورځو کې کوټې ته ورسېږي او له تخنیکي ازموینو وروسته به د رېلوې وفاقي وزیر حنیف عباسي، د بلوچستان والي میر جعفر خان مندوخېل او وزیراعلی میر سرفراز بګټي په ګډه د دې ټرېن رسمي پرانیسته وکړي. چارواکي وایي، د دې پروژې په پيل سره به د کوټې او شاوخوا سیمو د خلکو لپاره د سفر اسانتیاوې زیاتې، د ټرافیک ګڼهګوڼه کمه او زرګونه مسافر به له ارزانه او باوري رېلوې خدمت څخه ګټه واخلي.
