تهران (یو این اې) د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ایران د پخواني ستر مشر آیت الله علي خامنهيي د جنازې له مراسمو وروسته ویلي، چې نوموړی یو ستر دیني عالم او باوقاره مشر و او د نړۍ مسلمانان به یې تل په درناوي یادوي. هغه وویل، پاکستان او ایران ورور اسلامي هېوادونه دي او پاکستان به په هر ډول حالاتو کې د ایران او د هغه د ولس ترڅنګ ولاړ وي. وزیراعظم د ایران له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان او ایراني ولس سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه او د شهیدانو لپاره یې د مغفرت دعا وکړه.
