تهران (وېب نیوز) د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي، پاکستان د سختو حالاتو پر مهال د ایران رښتینی او مخلص دوست ثابت شوی دی. هغه د سنا له رئیس یوسف رضا ګیلاني سره په لیدنه کې وویل چې د پاکستان د ولس او مشرتابه ملاتړ او ملګرتیا د ایران لپاره د قدر وړ ده او دواړو هېوادونو تل د خوښۍ او ازموینې په وخت کې یو د بل ترڅنګ ولاړ دي. په دې موقع یوسف رضا ګیلاني وویل چې د ایران پرمختګ به په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لامل شي او دواړه هېوادونه باید د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي. بل لور ته، باقر قالیباف د چین د ولسي کانګرس له مرستیال سره په لیدنه کې وویل چې ایران به امریکا ته د هرمز تنګي کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي. هغه زیاته کړه چې ایران او چین به خپلې ستراتیژیکې، سیاسي او اقتصادي اړیکې نورې هم پراخې کړي او د دواړو هېوادونو همکاري به د نړیوالو کړکېچونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
