(وېب نیوز)
اسټرالیا د ښځو د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې انګلستان ته په اسانه ماتې ورکړه او د اووم ځل لپاره یې نړیوال اتلولي خپله کړه. اسټرالیا د ۱۵۱ منډو هدف په ۱۷.۲ اورونو کې پوره کړ او ټول ټورنمنټ یې له ماتې پرته پای ته ورساوه. بېت موني په زړه پورې نیمه سلیزه ووهله او د لوبې غوره لوبغاړې ونومول شوه، په داسې حال کې چې د انګلستان ۱۵۰ منډې د بریا لپاره بسنه ونه کړه.
