واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت ویلي، امریکا نن د نړۍ لپاره د هیلو څرک دی او هېڅکله به د ناکامۍ سره مخ نه شي. نوموړي په واشنګټن کې د خپلواکۍ د مرکزي مراسمو پر مهال وویل، له یو نیم لک څخه زیاتو کسانو په جشن کې ګډون کړی او امریکا به تل یوه ستره او ځواکمنه هېواد پاتې شي. ټرمپ د امریکا اساسي قانون، ملي یووالي، پوځي ځواک، مذهبي ازادۍ او د اساسي حقونو ساتنې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ناقانونه کډوالۍ پر ضد به اقدامات دوام ولري او امریکا به هېڅکله کمونیستي هېواد نه شي.
