تازه خبرونه ۱۰ جولائی ۲۰۲۶

د شهید سرتېري په وینو ککړ وصیت: د خاموش انقلاب دروازه

لیک: سید انورشاه

د زیارت شهیدانو د وطن د ساتنې لپاره د خپلو وینو نذرانه وړاندې کړه او د ملي تاریخ داسې زرین باب یې ولیکه چې ټول ولس پرې ویاړي. خو د دغو شهیدانو له ډلې د یوه پولیس سرتېري له جېبه په ادعا سره ترلاسه شوی په وینو ککړ وصیت، که رښتیا وي، نو دا یوازې د یوه انسان وروستۍ هیله نه ده، بلکې د ټول دولتي نظام لپاره یوه خاموشه، خو ډېره ژوره پوښتنه ده. هغه سرتېری چې د دولت د دفاع په لار کې یې خپل ژوند قربان کړ، په خپل وروستي لیک کې بیا هم د خپلو پورونو د ادا کولو اندېښنه لري. همدا یوه صحنه د هر باوجدانه انسان د زړه د لړزېدو لپاره بسنه کوي. د هر دولت اصلي شتمني وسلې او تجهیزات نه، بلکې هغه انسانان دي چې خپل ژوند د وطن او ولس خدمت ته وقف کوي. که همدغه ساتونکي د ژوند پر مهال له اقتصادي خونديتوب څخه بې‌برخې وي او د پورونو تر بار لاندې ژوند تېروي، نو دا یوازې د یوه فرد ستونزه نه، بلکې د ټول اقتصادي او اداري نظام ستره تراژیدي ده. هغه قوانین او اقتصادي جوړښتونه چې د وخت، ګرانۍ او د انسانانو د اړتیاوو له بدلون سره ځان نه عیاروي، ورو ورو په ټولنه کې بې‌عدالتي، د محرومیت احساس او بې‌باوري زېږوي، او همدغه حالت د هر خاموش انقلاب بنسټ جوړوي.

دغه وصیت یوازې یوه احساساتي کیسه نه ده، بلکې د دولتي اقتصادي عدالت یو ژوندی هنداره ده. د دولت ټول اداري نظام د هغو دولتي کارکوونکو پر اوږو ولاړ دی چې د پولو ساتنه کوي، قانون نافذوي، ماشومانو ته زده کړې ورکوي، ناروغانو ته درملنه برابروي او دولتي ادارې پر مخ وړي. که همدغه قشر د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو وس ونه لري، پور اخیستو ته اړ شي او د ګرانۍ پر وړاندې بې‌وسه پاتې شي، نو د دولت بنسټونه کمزوري کېږي. که څه هم فساد او اداري بې‌نظمۍ ته هېڅ اخلاقي او قانوني توجیه نه شي کېدای، خو دا هم یو نه انکارېدونکی حقیقت دی چې کله د نظام چلوونکو عاید د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه ونه کړي، نو اقتصادي فشار د فساد د زیاتېدو لامل ګرځي. تر دې هم د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د اوسني معاشي جوړښت د کلني زیاتوالي فورمول د اقتصادي واټن د راکمولو پر ځای، په ډېرو مواردو کې هغه لا پراخوي؛ ان تر دې چې د لوړ ګریډ د یوه کارکوونکي کلنی زیاتوالی د ټیټ ګریډ د یوه کارکوونکي د ټولې میاشتنۍ تنخوا برابر وي. دا توپیر یوازې د شمېرو موضوع نه ده، بلکې د عدالت، د دولت د مسؤلیت او د ټولنیز توازن پوښتنه هم ده. دا ډول اقتصادي نابرابري په پایله کې د محرومیت احساس، بې‌باوري او د ادارو کمزورتیا رامنځته کوي.

د دې شهید په وینو ککړ وصیت باید یوازې د یوې عادي خبر په توګه هېر نه شي، ځکه دا به د شهیدانو له قربانیو سره بې‌انصافي وي. حکومت ته په کار ده چې دا پېښه د یوه خاموش انقلاب او د نظام د اصلاح د پیل ټکی وګڼي او د همدې شهید سرتېري په نوم «د دولتي کارکوونکو د اقتصادي خونديتوب او عادلانه معاشونو د اصلاحاتو پروګرام» پیل کړي. د دې پروګرام له مخې باید معاشونه یوازې د ګریډ او دندې پر بنسټ ونه ټاکل شي، بلکې د ژوند حقیقي لګښتونه، ګراني، استوګنځای، تعلیم، درملنه، ترانسپورټ او د کورنۍ اړتیاوې هم په پام کې ونیول شي. همدارنګه د کلني معاش زیاتوالي لپاره داسې عادلانه فورمول جوړ شي چې اقتصادي واټن راکم کړي، نه دا چې لا یې پراخ کړي. د دولتي کارکوونکو او د شهیدانو د کورنیو لپاره د پورونو، بیړنیو اړتیاوو او ټولنیز خونديتوب اغېزمن نظام هم رامنځته شي. په حقیقت کې د دې شهید په وینو ککړ وصیت د هر احتجاجي شعار څخه پیاوړی سند ثابتېدلی شي، ځکه په خاموشۍ یې د هغه اقتصادي نظام نیمګړتیاوې بربنډې کړې چې پکې د دولت یو وفادار ساتونکی هم د پورونو تر بار لاندې ژوند کولو ته اړ و. که د همدې وصیت پر بنسټ داسې نظام جوړ شي چې هر دولتي کارکوونکي ته د باعزته ژوند ضمانت ورکړي، نو دا به یوازې یوه اداري اصلاح نه، بلکې یو خاموش انقلاب وي. ښايي تاریخ دا وصیت یوازې د یوه شهید وروستۍ لیکنه ونه ګڼي، بلکې د هغه تاریخي سند په توګه یې یاد کړي چې دولت ته یې دا احساس ورکړ چې خپلو ساتونکو ته د باوقاره ژوند برابرول احسان نه، بلکې د دولت لومړنی مسؤلیت دی. همدا به د دې شهید د سپېڅلي وینې تر ټولو ستر، تر ټولو باوقاره او تر ټولو تلپاتې درناوی وي.