تازه خبرونه ۱۱ جولائی ۲۰۲۶

انګلینډ هند ته ماتې ورکړه، د شل اوریزو سیریز اتل شو او د نړۍ لومړی مقام یې خپل کړ

کوټه (وېب نیوز)انګلینډ د هند پر وړاندې د پنځم او وروستي شل اوریز نړیوال لوبې په ګټلو سره د پنځو سیالیو لړۍ د ۴-۰ په توپیر خپله کړه او ورسره یې د آی سي سي د شل اوریزو لوبډلو په درجه بندۍ کې هم لومړی مقام ترلاسه کړ. انګلینډ لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې ۲۵۷ منډې جوړې کړې، چې جوس بټلر په ۶۴ توپونو ناسوځېدلې ۱۳۱ منډې او کپتان هېري بروک ۹۵ منډې جوړې کړې. د ۲۵۸ منډو هدف په تعقیب کې د هند لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې جوړې کړې او بریا یې ترلاسه نه کړه. د دې بریا وروسته انګلینډ د آی سي سي د شل اوریزو نړیوالو لوبډلو په درجه بندۍ کې لومړي مقام ته ورسېد، په داسې حال کې چې هند دویم مقام ته ښکته شو.