کوټه (وېب نیوز) د سویلي افریقا د ۱۹ کلنو کمعمره ښځینه کرکټ لوبډلې د کراچۍ په نیشنل سټېډیم کې د شل اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې د پاکستان د ۱۹ کلنو کمعمره ښځینه لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په لوبلړۍ کې یې بریا خپله کړه. پاکستانۍ لوبډلې لومړی بېټینګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۳ منډې جوړې کړې، چې اقصیٰ ۳۸ او ذوفشان ۳۰ منډې وکړې. په ځواب کې د سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۱۶م اور په ترڅ کې د ۳ ویکټو په زیان پوره کړ او لومړۍ لوبه یې په خپل نوم کړه. دغه سیالي د پاکستان د سپورټ لومړي چینل «جیو سوپر» له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شوه.
