کوټه (وېب نیوز) د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام له پایلوبې وروسته به د امریکا د مېټ لایف سټېډیم د لوبغالي د واښو ټوټې د یادګاري توکو په توګه وپلوري، څو له دې لارې هم عواید ترلاسه کړي. د راپورونو له مخې د واښو د هرې ټوټې بیه به له ۴۵۰ څخه تر ۳ زره امریکایي ډالرو پورې وي او مینهوال به وکولای شي دا ټوټې په بېلابېلو بیو واخلي. هره ټوټه به په ځانګړي اکریلیک بکس کې ساتل کېږي او ورسره به د اصالت تصدیق هم ورکول کېږي. ویل کېږي چې ټولټال به ۲۰۲۶ ټوټې پلورل کېږي او فیفا تمه لري چې له دې پروژې څخه به له ۱۱ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات عاید ترلاسه کړي.
