اټلانټا: (ویب نیوز)د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ د دویمې نیمه پایلوبې په زړه پورې سیالۍ کې د نړۍ دفاعي اتلې ارجنټاین انګلستان ته ۲-۱ ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.د لوبې لومړۍ نیمایي پرته له ګولونو پای ته ورسېده. د دویمې نیمایي په ۵۵مه دقیقه کې د انګلستان ګورډن لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخکې کړه، خو ارجنټاین د لوبې په وروستیو شېبو کې بېرته را وګرځېد. په ۸۵مه دقیقه کې فرنانډیز مساوي ګول وکړ او د اضافي وخت په دویمه دقیقه کې مارتینیز بریالی ګول وواهه او خپله لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله.ارجنټاین په دې بریا سره د اووم ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته ورسېد. ټاکل شوې چې د اتلولۍ په پایلوبه کې به د یکشنبې په شپه له هسپانیې سره مخامخ شي، او انګلستان به د درېیم مقام لپاره له فرانسې سره لوبه وکړي.
