تازه خبرونه ۱۶ جولائی ۲۰۲۶

د نړیوال جام لپاره د پاکستان هاکي فدراسیون د لوبغاړو د ټاکنې نوی پلان جوړ کړ

کوټه (ويب نيوز) د پاکستان هاکي فدراسیون د راتلونکي نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو د ټاکنې نوی او شفاف پلان چمتو کړی دی. د دې پلان له مخې به د لوبغاړو ارزونه په پنځو بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي، چې پکې بدني چمتووالی، تخنیکي وړتیا، ذهني پیاوړتیا، چلند او ټولیزه کارکردګي شامله ده. بهرني روزونکي به هر لوبغاړي ته له ۱ څخه تر ۵ پورې نمرې ورکوي، او د ملي لوبډلې لپاره د انتخاب په موخه به لوبغاړی اړ وي چې لږ تر لږه په درې برخو کې درې یا تر دې ډېرې نمرې ترلاسه کړي. د لوبغاړو کارکردګي به د ټرېکنګ او ویډیو شننې له لارې هم ارزول کېږي. د ټاکنې دغه نوی معیار به د وروستۍ منظورۍ لپاره د سلېکشن کمېټې او د پاکستان هاکي فدراسیون مشر ته وړاندې کېږي. فدراسیون یو ځل بیا ټینګار کړی چې د لوبغاړو انتخاب به د شفافیت، وړتیا (میرټ) او معلوماتو پر بنسټ ترسره کېږي.