کوټه (ويب نيوز)د پاکستان وفاقي حکومت د راتلونکو درېيو ورځو لپاره د پټروليمو توليداتو په بيو کې زياتوالی اعلان کړی او اړوند رسمي خبرپاڼه يې هم خپره کړې ده. د خبرپاڼې له مخې د هاي سپيډ ډيزل بيه په هر ليټر کې ۳۱ روپۍ او ۵ پيسې لوړه شوې، چې له دې وروسته به يې نوې بيه ۳۵۴ روپۍ او ۳۵ پيسې وي. همدارنګه د پټرولو بيه په هر ليټر کې ۵ روپۍ او ۴۴ پيسې زياته شوې، چې ورسره د پټرولو نوې بيه ۳۱۶ روپۍ او ۱۵ پيسې ټاکل شوې ده. د پټروليم ډويژن د خبرپاڼې له مخې نوې بيې به د جولای د ۱۷مې شپې له ۱۲ بجو څخه د جولای تر ۲۰مې پورې نافذې وي. حکومت ويلي چې د بيو دا بدلون په نړيوالو بازارونو کې د خام تېلو د بيو او نورو اړوندو اقتصادي عواملو له مخې شوی دی.
