کوټه (ویب نیوز): انګلستان د لارډز په لوبغالي کې د درېیمې او پرېکنده یو ورځنۍ سیالۍ پر مهال هند ته د ۲۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او درې سیالیو لرونکې لوبلړۍ یې ۲-۱ په خپل نوم کړه. انګلستان لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۳۸۷ منډې جوړې کړې. د لوبډلې پرانیستونکو بین ډکټ او جېکب بېتهل د لومړۍ ویکټې لپاره د ۱۹۲ منډو تاریخي ملګرتیا وکړه، چې د هند پر وړاندې د انګلستان تر ټولو ستره پرانیستونکې ملګرتیا ده. د ۳۸۸ منډو هدف په تعقیب کې هند د روهیت شرما د سلیزې سره سره ۳۶۰ منډو ته محدود شو او انګلستان په ۲۷ منډو بریا خپله کړه او لوبلړۍ یې وګټله.
