تازه خبرونه ۲۰ جولائی ۲۰۲۶

فاطمه ثنا: د عالیه ریاض په ګډون د اتو لوبغاړو لپاره د ملي لوبډلې دروازې لا هم پرانیستې دي

کوټه (ویب نیوز): د پاکستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې کپتانې فاطمه ثنا ویلي، چې د عالیه ریاض، ارم جاوید او نورو هغو اتو لوبغاړو لپاره چې له لوبډلې بهر شوي، د ملي ټیم دروازې لا هم پرانیستې دي او هغوی کولای شي د ښې لوبې او غوره فټنس په مټ بېرته ځای خپل کړي. نوموړې د سریلانکا د سفر تر مخه په کراچۍ کې د روزنیز کمپ له پای وروسته رسنیو ته وویل، چې د نړیوال شل اوریز جام له کمزورې کارکردګۍ څخه به زده کړه وکړي او د سریلانکا پر وړاندې به غوره لوبه وړاندې کړي. هغې زیاته کړه چې د لوبډلې پر فیلډنګ، بیټنګ، بالینګ او فټنس ځانګړې پاملرنه شوې او د وهاب ریاض تر لارښوونې لاندې لوبغاړو بشپړه چمتووالی نیولی دی. د پاکستان او سریلانکا ترمنځ به درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ د جولای له ۲۳مې څخه د اګست تر ۴مې پورې ترسره شي.