کوټه (ویب نیوز): د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام په پایلوبه کې هسپانیې دفاعي اتلې ارجنټاین ته د صفر پر وړاندې د یو ګول په توپیر ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره نړیواله اتله شوه. د فیفا له مخې، اتلې هسپانیې ته ۵۰ میلیونه ډالر جایزه ورکړل شوه، په داسې حال کې چې دوهم مقام ګټونکې ارجنټاین ته ۳۳ میلیونه، درېیم مقام لرونکې انګلستان ته ۲۹ میلیونه او څلورم مقام لرونکې فرانسې ته ۲۷ میلیونه ډالر ورکړل شول. په ټولیز ډول د ۲۰۲۶ نړیوال جام د انعامونو ارزښت ۶۵۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام په پرتله زیاتوالی ښيي. د پایلوبې یوازینی او پرېکنده ګول فیرن توریس د اضافي وخت په دویمه برخه کې ترسره کړ او هسپانیه یې له ۱۶ کلونو وروسته یو ځل بیا نړیواله اتله کړه.
