کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د سوراب او مستونګ په بریالیو استخباراتي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د وسلهوالو پټنځایونو له منځه وړل او د ځانمرګو بریدونو د پلانونو شنډول یوه ستره بریا ده. هغه وویل چې د بلوچستان د سولې پر ضد هر ډول دسیسه به ناکامه شي او د دولت ضد عناصرو پر ضد به بېتوپیره عملیات دوام ولري. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حکومت به د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ وي او په صوبه کې د سولې او ثبات ټینګښت به لومړیتوب وي.
