تازه خبرونه ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

د ټرمپ د ګواښ په ځواب کې ایران د سیمې د زېربناوو د په نښه کولو خبرداری ورکړ

کوټه (ویب نیوز): د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې څرګندونې وروسته چې ویلي یې وو د ایران پلونه او برېښناکوټونه به په نښه کړي، ایران هم سخت غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې که امریکا نوې پوځي کړنه ترسره کړي، د سیمې په هېوادونو کې مهم پلونه او بنسټیزې زېربناوې به هدف وګرځول شي. یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، د وروستۍ لس ورځنۍ جګړې پر مهال ایران ثابته کړه چې هر ځای د برید وړتیا لري او هر ډول اقدام ته به مناسب ځواب ورکړي. له دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، که ایران په آبناي هرمز کې کومه بېړۍ په نښه کړي، امریکا به د ایران دننه پلونه او برېښناکوټونه په نښه کړي. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، امریکا د کوه کولانګ نوم په یادولو سره د ایران پر ضد د نویو بریدونو لپاره پلمه جوړوي.