کوټه (وېب نيوز): د آل پاکستان پټرول پمپ اونرز اېسوسي اېشن اعلان کړی چې د پټرولو او ډيزلو د ورځني نرخ ټاکلو پر ضد به نن شپه له ۱۲ بجو وروسته د هېواد په کچه پټرول پمپونو ته د تېلو رسونه بنده کړي. د ټولنې مرستيال مشر انعام الحق چوهدري وويل، تر هغو چې غوښتنې ونه منل شي، ټول پټرول پمپونه به تړلي وي. هغه زياته کړه چې د حکومت غير انعطاف منونکی دريځ د منلو وړ نه دی، د پټرول پمپونو اوسنی مارجن د ډيلرانو لپاره اقتصادي زيان دی او بايد سمدستي زيات شي. نوموړي وويل، دوی نه غواړي ولس له ستونزو سره مخ شي، خو حکومت ورته بله لار نه ده پرېښې.
