کوټه (ویب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د کوټې ولسوالۍ څانګې د حاجي غیبي سړک او شاوخوا استوګنیزو سیمو کې د درنو ټرکونو د چټک او غیر مسؤلانه تګ راتګ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې په استوګنیزو سیمو کې دې د درنو وسایطو پر تګ راتګ سمدستي بندیز ولګول شي. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې د ښوونځیو د وخت پر مهال د درنو موټرو تګ راتګ زدهکوونکو، ښځو، سپینږیرو او نورو خلکو ته جدي خطر جوړ کړی او په تېرو کې هم ورته پېښو کې قیمتي انساني ژوند له لاسه تللی دی. ګوند له ضلعي ادارې، ټرافیک پولیسو او اړوندو ادارو وغوښتل چې د چټک رفتار پر ضد سخت اقدامات وکړي، د ښوونځیو په وخت کې دې درانه موټر په بشپړه توګه بند کړي او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي، که نه نو ولسي احتجاج به پیل شي.
