دالبندین (ویب نیوز)د چاغي ولسوالۍ د دالبندین په سیمه کې د کوټې ـ تفتان پر لویه لاره د چارسر په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو د کوټې څخه تفتان ته روان د تېلو یو بوزر موټر ودرولو او اور یې ورته واچاوه. د پولیسو په وینا، له پېښې وروسته اړوندې ادارې سیمې ته رسېدلې، شواهد یې راټول کړي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. پولیس وایي چې د پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره تحقیقات روان دي.
