کوټه(ویب نیوز) امنیتي ځواکونو د بلوچستان د سوراب او مستونګ په ولسوالیو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۰ وسلهوال وژلي او دوه شکمنې ځانمرګي ښځې او یو اسانتیا برابروونکی یې نیولي دي. د آی اېس پي آر د معلوماتو له مخې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په ګډو عملیاتو کې په سوراب کې ۷ او په مستونګ کې ۳ وسلهوال وژل شوي دي. د نیول شویو کسانو له ولکې څخه وسلې، مهمات او لاسي جوړ چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. ویاند ویلي چې په سیمه کې د تصفیې عملیات لا هم روان دي او امنیتي ځواکونه به د وسلهوالۍ تر بشپړ له منځه وړلو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
