نوشکي(ویب نیوز) د نوشکي د پولیسو مشر سلیم شاهواني په مشرۍ د صدر تاڼې په ودانۍ کې پرانیستې کچهري ترسره شوه، چې پکې سوداګرو، ټولنیزو شخصیتونو، د بېلابېلو فکرونو استازو او عامو خلکو ګډون وکړ. ګډونوالو د نشهيي توکو د خرڅلاو، امن او نظم او پولیسو د فعالیتونو اړوند خپلې ستونزې وړاندې کړې. د نوشکي پولیسو مشر د ګڼو شکایتونو د سمدستي حل لپاره اړوندو افسرانو ته پر ځای لارښوونې وکړې او ویې ویل چې د خلکو د سر او مال ساتنه او د هغوی د ستونزو ژر حل کول د پولیسو لومړیتوب دی، او د جرمونو د مخنیوي لپاره د ولس همکاري اړینه ده.
