مقامی ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

په کډکوچه کې د ملي لویې لارې پل په چاودنه ویجاړ شو، د کوټه ـ کراچۍ لار د هر ډول ترافیکو لپاره وتړل شوه

کډکوچه(ویب نیوز) د مستونګ ولسوالۍ د خډکوچه سیمې د انجیري کراس ته نږدې د کوټه ـ کراچۍ پر ملي لویه لاره پل په چاودنه کې په بشپړه توګه ویجاړ شو، چې له امله یې لویه لاره د هر ډول ترافیکو لپاره وتړل شوه. د چارواکو په وینا، نامعلومو کسانو پر پل چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو. له پېښې وروسته د لارې دواړو غاړو ته د موټرو اوږدې کتارونه جوړ شوي او زرګونه مسافر او ټرانسپورټران له ستونزو سره مخ شوي دي. د چاودنې پر مهال پر پل هېڅ موټر نه و، له همدې امله د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې، پلټنې یې پیل کړې او اړوندو ادارو د زیان د ارزونې او د لارې د بیارغونې چمتووالی هم پیل کړی دی.