مقامی ۲۳ جولائی ۲۰۲۶

د مستونګ برید، صوبایي حکومت دې سمدستي استعفا ورکړي، د امن په ټینګښت کې ناکامه شوې ده: پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند

کوټه (ویب سائٹ نیوز)د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند صوبایي سېکرټرېټ د مستونګ پر ملي لويه لار د ترهګر بريد په سختو ټکو غندنه کړې او د شهيد سېشن جج عبدالحقيم کاکړ او د هغه د ساتونکي محمد زمان پر شهادت يې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده. په بيان کې ويل شوي چې په مستونګ، خډ کوچه، منګوچر، خضدار، زيارت، هنه اوړک او د جنوبي پښتونخوا په نورو سيمو کې پرله‌پسې ترهګريزې پېښې او د خلکو وژنې ښيي چې صوبایي حکومت د امن او نظم په ټینګښت کې بشپړه ناکامه شوې ده. ګوند وايي، د ایف سي، پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو د پراخ حضور او ګڼو چيک پوسټونو سربېره ترهګر په ازاد ډول بريدونه کوي او تښتي، چې د امنيتي ادارو پر کړنو جدي پوښتنې راپورته کوي. ګوند غوښتنه کړې چې صوبایي حکومت دې سمدستي استعفا ورکړي، ځکه د ولس د سر او مال په ساتنه کې له ناکامۍ وروسته نور د واکمنۍ هېڅ اخلاقي، سياسي او يا هم قانوني جواز نه لري. په بيان کې د مستونګ او نورو وروستيو ترهګريزو پېښو د خپلواکو او شفافو عدالتي پلټنو، د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو د نيولو، سختې سزا او د اړوندو ادارو د بشپړ حساب ورکولو غوښتنه هم شوې، او خبرداری ورکړل شوی چې که حکومت خپلې اساسي دندې ترسره نه کړې، نو ګوند به له نورو جمهوري ځواکونو سره د ولس د امن او حقونو لپاره هر قانوني او جمهوري اقدام وکړي.