هرنایي (سرکاري خبر)
د کھوست اسسټنټ کمشنر اسرار احمد شاهواني په هرنایي کې د نیشنل بانک، حبیب بانک او بانک اسلامي څانګې وکتلې او د امنیتي ترتیباتو ارزونه یې وکړه. هغه د بانکونو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې ټول امنیتي او تخنیکي نیمګړتیاوې ژر تر ژره لرې کړي، امنیتي سیستمونه ۲۴ ساعته فعال وساتي او پولیس دې د بانکونو او سوداګریزو سیمو شاوخوا ګزمې نورې هم پیاوړې کړي.
