کوټه (سرکاري خبر)په مستونګ کې د ترهګرو په برید کې شهید شوی د ضلعې او سېشن جج عبدالحقیم کاکړ جنازه په کوټه کې ادا او وروسته خاورو ته وسپارل شوه. په جنازه او تدفین کې صوبایي وزیرانو، سلاکارانو، د اسمبلۍ غړو، ملکي او پوځي چارواکو، د عدلیې استازو، وکیلانو او د سیمې مشرانو ګډون وکړ. ګډونوالو د شهید خدمتونو ته درناوی وړاندې کړ او د بلوچستان حکومت یو ځل بیا ژمنه وکړه چې ترهګر او د هغوی ملاتړي به د قانون منګولو ته سپاري او په صوبه کې به د امن د ټینګښت لپاره عملیات په پوره ځواک دوام ولري.
