تازه خبرونه ۲۳ جولائی ۲۰۲۶

مستونګ: پر ملي لويه لاره د ترهګرو برید، سېشن جج عبدالحکیم کاکړ او ساتونکی يې شهيد، اضافي سېشن جج ټپي شو

کوټه (سيد سردار محمد خوندئی) د تفصیلاتو له مخې د بلوچستان په ناکراره سیمه مستونګ کې پر ملي لويه لاره د ترهګرۍ یوه خواشینوونکې پېښه رامنځته شوې ده. د نامعلومو وسله والو کسانو په ډزو کې سېشن جج عبدالحکیم کاکړ او د هغه ګن مین محمد زمان پر ځای شهيدان شوي دي.

د پولیسو سرچینو له مخې د پېښې خبر ترلاسه کېدو سره سم د پولیسو درنه نفري سیمې ته رسېدلې ده. په دې ډزو کې د اضافي سېشن جج طارق لاشاري په ګډون دوه کسان سخت ټپیان شوي دي.

مرستندویه ډلو د شهيدانو جسدونه او ټپيان سمدستي نږدې روغتون ته انتقال کړي دي، چېرته چې ټپیانو ته طبي مرستې ورکول کېږي.