واشنګټن(ویب نیوز)د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د ملکي اټومي همکارۍ تړون به یوازې هغه وخت عملي شي چې سعودي عربستان د ابراهیمي تړونونو غړیتوب ترلاسه کړي. نوموړي وویل، دغه تړون یوازې د سولهییزو او ملکي موخو لپاره دی او د یورانیمو غني کول پکې شامل نه دي، په داسې حال کې چې د اسرائیل پخواني لومړي وزیر نفتالي بینټ دا تړون د خپل هېواد د ملي امنیت لپاره احتمالي ګواښ بللی دی.
