تازه خبرونه ۲۳ جولائی ۲۰۲۶

پر مسجد الاقصیٰ د اسرائیلي مېشتو یرغل، فلسطینیان له ننوتو منع شول

القدس (ویب نیوز) د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس په مسجد الاقصیٰ کې د اسرائیلي امنیتي ځواکونو تر سخت امنیت لاندې شاوخوا ۲۳۰۰ اسرائیلي مېشتو زورور ننوتل او فلسطیني لمونځ کوونکي یې جومات ته له داخلېدو منع کړل. فلسطیني چارواکي وایي، دا د روان کال تر ټولو ستره پېښه ده چې د «تشا بآو» مذهبي مراسمو پر مهال ترسره شوه. د اسرائیل د کورني امنیت وزیر ایتامار بن ګویر هم د پولیسو په بدرګه مسجد الاقصیٰ ته داخل شو، او فلسطیني ادارې ویلي چې اسرائیلي ځواکونو د جومات پر دروازو سخت بندیزونه ولګول او له ګڼو فلسطینیانو سره یې ناوړه چلند هم کړی دی.