مقامی ۲۳ جولائی ۲۰۲۶

په موسیٰ خېل کې د واکسین پروګرام څارنه وشوه

لموسیٰ خېل (سرکاري خبر)د ضلعې روغتیا مرستیال مشر ډاکټر نادر ایسوټ د کشپان او کوټ خان محمد روغتیايي مرکزونه وکتل او د ای پي آی پروګرام، واکسینونو، کولډ چین او ریکارډ ارزونه یې وکړه. هغه کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ماشومانو واکسینونه پر وخت ترسره کړي او ټول ریکارډ په سمه توګه وساتي.