کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان لیبر فېډرېشن مشر خان زمان، چیرمین حاجي بشیر احمد رند، سېکرټر جنرل قاسم خان کاکړ او نورو مشرانو د بلوچستان له حکومته غوښتي چې د بلوچستان ډوېلپمنټ اتهارټۍ د بلې ادارې سره د مدغمولو يا د بلې ادارې تر واک لاندې کولو پرېکړه سمدستي بېرته واخلي، د ادارې خپلواکه حیثیت دې وساتل شي او د کارکوونکو، مزدورانو او تقاعد شوو کسانو حقوق دې خوندي کړل شي. هغوی وویل، د بي ډي اې له ادارې سره د ۹۰۰ کورنیو روزګار تړلی دی او په کوټه، حب او ګډاني کې د ادارې د میلیاردونو روپیو په ارزښت شتمنۍ او پروژې موجودې دي. د دوی په وینا، د دغو شتمنیو د انتقال یا ارزانه پلور هڅې د اندېښنې وړ دي او که حکومت خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو بلوچستان لیبر فېډرېشن به د خپلو حقونو لپاره پراخ احتجاجي تحریک پیل کړي.
