ډېره مراد جمالي (ویب نیوز)د ډیره مراد جمالي د مزدور چوک په ملي لویه لاره کې د لګېدلي سرکاري سړک څراغ د دوکان د یوه کارکوونکي له خوا د ایستلو ادعا شوې ده. د سیمې اوسېدونکي وایي، نوموړي د انټرنېټ د تار د ترمیم په پلمه زینه پر ستنه ولګوله او څراغ یې ښکته کړ، په داسې حال کې چې د دوکان مالک هم هلته موجود و. د خلکو په وینا، پخوا د کوڅو او محلونو د سړک څراغونو د غلا پېښې رامنځته کېدې، خو اوس د اصلي سړک څراغونه هم په ښکاره ډول ایستل کېږي، حال دا چې په مزدور چوک کې شپه او ورځ پولیس هم موجود وي. ولس له د نصیرآباد ډپټي کمشنر او د ډیره مراد جمالي اسسټنټ کمشنر څخه غوښتنه کړې چې د پېښې بېړنۍ پلټنه وکړي او که ادعاوې ثابتې شي، نو څراغ بېرته ترلاسه او د مسؤلو کسانو پر ضد قانوني اقدام وکړي.
