تازه خبرونه ۲۴ جولائی ۲۰۲۶

ډېرن سيمي .د پاکستان پر ضد سيريز زموږ لپاره د نوې پيل غوره فرصت دی

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)د ويسټ انډيز د سپين بال لوبډلې مشر روزونکي ډېرن سيمي ويلي چې د پاکستان پر ضد راتلونکې سيريز د دوی لپاره د نړيوال ټېسټ اتلولۍ په سياليو کې د خپل دريځ د ښه کولو او ټيم ته د نوې روحيې ورکولو غوره فرصت دی. نوموړي وويل چې د لوبډلې اوږدمهاله پرمختګ لومړيتوب لري او يوازې د يوې سيريز په ګټلو به بسنه ونه کړي. د هغه په وينا، لوبډله خپله تګلاره ښه پېژني او د بهرنيو نيوکو پر ځای پر دوامداره پرمختګ تمرکز کوي. ډېرن سيمي زياته کړه چې د ويسټ انډيز ستر کرکټر سر ګارفيلډ سوبرز ته به د پاکستان پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې مخکې درناوی وړاندې شي، او لوبډله به هڅه وکړي داسې لوبه وکړي چې د نوموړي د وياړ سبب وګرځي.