تازه خبرونه ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

پاکستان ښځینه لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه او سیریز یې وګټله

کوټه(ویب نیوز)د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې د غوره توپ وهنې او اغېزمنې توپ اچونې په مټ د سریلانکا ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیریز اتلولي یې خپله کړه. د پاکستان له لوري د پیل څو ویکټې ژر ولوېدې، خو سدرا امین او عایشه ظفر په مسؤلانه توپ وهنه د لوبډلې پاڼۍ ټینګه کړه. سدرا امین په 120 توپونو د 11 څلوریزو په مرسته ښکلې سلیزه بشپړه کړه، عایشه ظفر 49 او منیبه علي 45 منډې جوړې کړې، چې له امله یې پاکستان په ټاکلو 50 اورونو کې د 5 ویکټو په زیان 273 منډې وکړې. د هدف په تعقیب د سریلانکا لوبډلې پیل کمزوری و، لومړنۍ ویکټې یې ژر له لاسه ورکړې او د پاکستان توپ اچوونکو په منظمې او اغېزمنې توپ اچونې سره پر لوبه بشپړ کنټرول وساته او خپلې لوبډلې ته یې مهمه بریا ورپه برخه کړه.