کوټه(ویب نیوز) د موسیٰ خېل ولسوالۍ د درګ تحصیل په سیمه کې د پخوانۍ دښمنۍ له امله د جنازې پر مهال د ډزو پېښه رامنځته شوه چې له امله یې دوه کسان سخت ټپیان شول. د سرچینو په وینا، ډزې د ملا ایاز جعفر د جنازې پر مهال شوې چې ورسره په جنازه کې ګډون کوونکي نور کسان هم ټپیان شول. له پېښې وروسته په سیمه کې وېره او اندېښنه خپره شوه، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول. پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي او لومړني معلومات ښيي چې دغه پېښه د پخوانۍ دښمنۍ پایله ده.
