اوسته محمد (ځانګړی استازی) د اوسته محمد تحصیل هېډکوارټر سول روغتون نوي میډیکل سپرنټنډنټ سید زین العابدین شاه سره د اوسته محمد پریس کلب رجسټرډ مشر عبدالله مګسي مهمه لیدنه وکړه، چې پکې د روغتون د ستونزو، د درملو او ډاکټرانو د کمښت او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي په اړه خبرې وشوې. په دې مهال سید زین العابدین شاه وویل، په روغتون کې شته ستونزې به په تدریجي ډول هوارې شي او د زړه ناروغانو ته د ای سي جي او لومړنۍ طبي مرستې برابرول به د ده لومړیتوب وي. هغه ټولو ډاکټرانو او کارکوونکو ته د حاضرۍ د پابندۍ سپارښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې بې غوري به ونه زغمل شي. نوموړي د نسایي څانګې په اړه د ناروغانو څخه د ناقانونه پیسو اخیستلو شکایتونه جدي وبلل او ویې ویل چې دا ډول عمل به نه زغمل کېږي، همدارنګه یې د غاښونو څانګې د ښه والي او د هغو ډاکټرانو څخه یې وغوښتل چې د سرکاري دندې پر مهال شخصي کلینیکونه چلوي، لومړی دې خپله سرکاري دنده په ایماندارۍ ترسره کړي.
