کوټه(ویب نیوز) په شام کې دوه مسافر وړونکي بسونه سره ټکر شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. د سوریې د روغتیا وزارت ویلي چې پېښه د السخنه او تدمر ترمنځ رامنځته شوې ده. د چارواکو په وینا، په یوې بس کې د کورني امنیتي ځواکونو سرتېري سپاره وو، په داسې حال کې چې په بل بس کې عام مسافر موجود وو. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او اړوندو چارواکو د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.
