تازه خبرونه ۲۶ جولائی ۲۰۲۶

په چاغي نوکچه کې وسله والو ۵ د تیلو موټرې په اور سوځولې دی

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د چاغي ولسوالۍ د نوکچې په سیمه کې ناپېژندل شویو وسله والو کسانو مبیناً ناکه بندي کړې وه او د موټرو یې سخته تلاشي اخیسته. د راپورونو له مخې وسله والو د برید پر مهال پنځه بوزر (تیل وړونکي) موټرې اور ته اچولي دي، چې په پایله کې ټولې موټرې سوځېدلي او له منځه تللي دي.
له پېښې وروسته په سیمه کې سخته وېره او ډار خپور شوی دی. تر اوسه د ځاني زیان په اړه هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی.