کوټه (یو این اے) ایران پاکستان ته په استول شوي پیغام کې له امریکا سره د خبرو اترو د دوام لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی، په داسې حال کې چې پاکستان او قطر د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې ګړندۍ کړې دي. د العربیه د راپور له مخې، امریکا او ایران د خبرو د بیا پیل په اړه د پاکستان او قطر وړاندیزونو ته خپل ځوابونه سپارلي دي. ایران ویلي چې د اسلاماباد د تفاهم له یادداشت سره سم خبرو ته دوام ورکول غواړي او ټینګار یې کړی چې له مذاکراتو نه دی وتلی، بلکې یوازې یې په موقتي ډول ځنډولي وو، او خبرې به له هماغه ځایه بیا پیل شي چې درېدلې وې. د راپور له مخې، د خبرو نوی پړاو په جنیوا، دوحه یا اسلاماباد کې ترسره کېدای شي. بل لور ته د ایران د پوځ ویاند محمد اکرامینیا ویلي، امریکا په تېرو دوو شپو کې خپل بریدونه درولي، نو ایران هم خپل ځوابي اقدامات درولي دي. هغه ادعا وکړه چې امریکا د روښانه ستراتیژۍ له نشتوالي سره مخ ده، او امریکايي رسنیو هم راپور ورکړی چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د نورو پراخو بریدونو پلان تر اوسه ځنډولی دی.
