پاکستان ۲۷ جولائی ۲۰۲۶

تفتان بارډر کې له څلورو میاشتو راهیسې سلګونه سوداګریزې لارۍ بندې، د بېړنۍ کلیرنس غوښتنه

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)له ایران سره پر پوله د تفتان بارډر کې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې شاوخوا ۴۰۰ سوداګریزې او باروړونکې لارۍ د کلیرنس د نه ترسره کېدو له امله ولاړې دي، چې له کبله یې د لاریو مالکین، موټرچلوونکي او مزدوران له سخت مالي بحران سره مخ شوي دي. اغېزمنو کسانو ویلي، د اوږدې ځنډ له امله دوی د استوګنې، خوراک، د لاریو د ساتنې او نورو اضافي لګښتونو ترڅنګ د میلیونونو روپیو زیانونه ګاللي او د بانکونو څخه په پور اخیستل شوو لاریو د قسطونو ورکړه هم اغېزمنه شوې ده. هغوی زیاته کړې چې له اړوندو ادارو سره د پرله‌پسې اړیکو باوجود هم ستونزه نه ده حل شوې، چې له امله یې سرحدي سوداګري او د ټرانسپورټ سکتور هم سخت زیانمن شوی دی. ټولنیزو او سوداګریزو حلقو له حکومت، ګمرک او اړوندو ادارو غوښتي چې د بندو لاریو کلیرنس دې ژر تر ژره ترسره کړي، د ادارو ترمنځ دې اغېزمنه همغږي رامنځته شي او په راتلونکي کې د دې ډول ځنډونو د مخنیوي لپاره دې بیړني اقدامات وشي.